جمهوررئیس حامدکرزي د ایټالیا د دفاع له وزیر سره وکتل

د خپرېدو نېټه: Apr 01, 2012

Italian

د۱۳۹۱ لمریز کال د وري۱۳مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ایټالیا د دفاع له وزیر جیم پاولودي پاولا سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو، له ایټالوي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد، د سولې د بهیر او د شیکاګو دکنفرانس په باب بحث وکړ.

همدا راز په دې کتنه کې د هېواد جمهوررئیس او د ایټالیا د دفاع وزیر د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پروژې دکار او د هغو نورو پروژو په اړه چې د ایټالیا د هېواد له لوري تمویلیږي هم خبرې وکړې.

حامدکرزي ایټالیا د افغانستان د خلکو لرغونی دوست هېواد وباله او له افغانستان سره یې د دغه  هېواد د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه.