
د۱۳۹۱ لمریز کال د وري ۱۵مه- د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د افغا نستان لپاره د استونیا د نوي نا استوګن سفير "وینو رینارټ " باورلیک و مانه.
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن په ارګ کې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس د دې په ترڅ کې چې د افغانستان لپاره د استونیا نااستوګن سفیرته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه، په تیرو کلونوکې یې له افغانستان سره د دغه هېواد له مرستو، په ځانګړې توګه له پوځي همکاریو څخه مننه وکړه.
حامدکرزي په دغه کتنه کې له ښاغلي وینو رینارټ څخه وغوښتل چې په استونیا کې دې افغان ځوانانو ته په بیلابیلو برخوکې د افغانستان د حکومت په خپل لګښت د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
په مقابل کې د استونیا سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیل کیدو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي ترڅو د استونیا او افغانستان ترمنځ اړیکې پراخې شي.
ده، وویل: استونیا له دې وړاندې هم د کابل له پوهنتون سره همکاري کړې ده، خو دی به د خپل ماموریت په جریان کې هڅه وکړي چې له افغانستان سره د لوړوزده کړو په برخه کې د خپل هېواد همکاري پراخه کړي.
د یادولو وړ ده چې د باورليک د وړا ندې کولو په مراسموکې د بهرنيو چارو وزارت سیاسي معین او د دغه وزارت د تشريفاتو رئيس هم برخه لرله.