د ۱۳۹۱ کال د وري ۱۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بدخشان ولایت له عالمانو، مشرانو او مخورو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته تر سره شوه، د نورو په استازیتوب ډاکټرې نیلوفر ابراهیمي خبرې وکړې او په بدخشان ولایت کې یې د سړکونو د رغولو، د برېښنا د تأمین او نورو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د بدخشان استازو د هېواد له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې حکومت دې ددغه ولایت په غرونو کې اوسیدونکي خلک ګاونډیو ولایتونو او یا هوارو سیمو ته ولېږدوي تر څو د احتمالي سېلابونو د راوتلو له امله زیانمن نه شي.