د ۱۳۹۱ کال د وري ۱۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سولې په اړه د وروستیو پرېکړو په برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.
په دې ټیلیفوني اړیکه کې چې نن له غرمې وروسته تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس پاکستان ته خپل وروستی سفر غوره سفر وباله، زیاته یې کړه چې په دې سفر کې ښه ملاقاتونه تر سره شول او په افغانستان کې د سولې د تأمین لپاره مهم تصمیمونه ونیول شول.
جمهور رئیس د پاکستان صدراعظم ته وویل چې په تاجکستان کې د ریکا د سرمشریزې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ خبرې ډېرې اغېزمنې وې او خوښي یې څرګنده کړه چې د افغانستان، امریکا او پاکستان تر منځ دری اړخیزه پنځمه غونډه د دوشنبې په ښار کې په بریالۍ توګه ترسره شوه.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه باید د وروستیو فیصلو په برخه کې عملي اقدامات تر سره شي.
دغه راز حامد کرزي د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې دې افغانستان ته سفر وکړي.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان جمهور رئیس ته وویل چې پاکستان د سولې په اړه وروستیو پرېکړو ته ژمن دی او د سولې له بهیر سره به مرسته او همکاري وکړي.