حامد کرزی: د افغانستان اردو باید ملي، مسلکي او غیرسیاسي وي

د خپرېدو نېټه: Apr 04, 2012

Janalan

د ۱۳۹۱ کال د وري ۱۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جیمز ماتیس سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې تر سره شوه، په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم حضور درلود، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه نظرونه شریک شول.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د ملي اردو د تشکیل، جوړښت او د هغوی د تمویل او تجهیز په اړه خبرې وکړې.

حامد کرزي د افغانستان لپاره یوه واقعي ملي، مسلکي او غیرسیاسي اردو ضروري وبلله او  ټینګار یې وکړ چې په وسله والو ځواکونو کې ټولې مقررۍ باید د وړتیا پر اساس تر سره شي.

حامد کرزي همدارنګه د ملي اردو په تجهیز او تسلیح باندې د بین المللي ټولنې او امریکا لخوا ټینګار وکړ.

جنرال جیمز ماتیس په دې اړه یو ځل بیا د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.