د۱۳۹۱ لمریز کال د وري۱۸مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د کنړ ولایت د سولي د عالي شورا رئیس او د افغانستان د عالمانو شورا غړی مولوی محمد هاشم منیب و وژل شو.
د کنړ د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، د کنړ ولایت د سولي د عالي شورا رئیس او د افغانستان د عالمانو شورا غړی مولوی محمد هاشم منیب د جمعې د ورځې له غرمې وروسته له خپل زوی او یو تن ساتونکي سره په داسې حال کې چې د کنړ ولایت د (( وټه پور)) په ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د خپل کور په لور د حرکت په حال کې و د یو ځان مرګي بریدکوونکي لخوا په شهادت ورسېدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د غندنې په ترڅ کې وویل: د افغانستان د خلکو دښمنانو د سولې یو پیغام راوړونکی او هغه شخصیت شهیدکړ چې په هېواد کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په پرله پسې ډول هڅې کولې.
حامدکرزي وویل تروریستان غواړي د دا ډول بریدونو په ترسره کولو سره د هېواد د عالمانو او مشرانو او د هغو کسانو رول کمزوری کړي چې د افغانستان د خیر اوسعادت لپاره هڅه او هاندکوي، خو هغوی باید پوه شي چې د دا ډول عملونو په ترسره کولو سره، نه شي کولای خپلو ناوړو موخو ته و رسیږي.
د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او شهیدانو ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت هیله کوي.