د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت (تر دې وروسته” افغانستان“ ياديږي) او د امريکا د متحده ايالاتو حکومت ( تر دې وروسته ” متحده ايالات”) ياديږي، چې له دې وروسته دواړه د (لوريو) په نوم يادېږي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي دفاع وزير او په افغانستان کې د متحده ايالاتو د ځواکونو عمومي قومندان يې استازيتوب کوي.
- د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د احکامو او اصولو په رعايت سره؛
- له نړيوالې ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې او په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په موخه د همکارۍ په برخه کې ګډو لاسته راوړنو ته په پام سره؛
- د ليزبون د اعلاميې له اصولو سره سم ، افغان ملي امنيتي ځواکونو ته په امنيتي سکتور کې د رهبرۍ د مسؤليتونو د ليږد په برخه کې پر ترلاسه شويو پرمختګونو ټينګار؛
- د افغانستان ملي حاکميت ته، د امريکا له لوري پر بشپړ درناوي ټينګار؛
- د ۱۳۹۰ کال د لړم په مياشت کې د مشورتي لويې جرګې د سلا مشورو په يادولو سره، په تېره بيا دغه مشوره چې “د امريکايي ځواکونو له لوري چې د شپي له خوا عمليات ترسره کيږي، ژر تر ژره دې افغاني شي”؛
- د هغو پرمختګونو په يادونې سره چې مخکې د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو په برخه کې شوي؛
لاندنيو تفاهمونو ته سره ورسېدل:
لومړئ برخه
تعريفونه
۱. ددغه تفاهمليک په چوکاټ کې، ځانګړي عمليات هغه عمليات دي چې د عملياتي همغږۍ د افغاني ډلې (OCG) له لوري تصويب شوي وي او د افغان ځواکونو له لوري د متحده ايالاتو د ځانګړو عملياتي ځواکونو په ملاتړ د افغانستان له قوانينو سره سم تر سره کېږي.
۲. افغان ځانګړې عملياتي قطعه، د افغان ملي اردو، د افغانستان د ملي پوليسو او د ملي امنيت د عمومي رياست له پرسونل څخه جوړه شوې ده. دغه قطعه په افغانستان کې د ثبات او امنيت د ټينګښت په موخه د متحده ايالاتو د ځواکونو په ملاتړ ځانګړي عمليات رهبري کوي.
۳. د افغان عملياتي همغږي ډله، يو افغاني جوړښټ دی چې د بېلا بېلو امنيتي او د قانون ساتنې بنسټونو له پرسونل څخه جوړه شوې ده. ددغې ډلې په مسووليتونو کې يو مسووليت دا دی چې د ځانګړو عملياتو ماموريتونه به تصويبوي او ارزوي، د استخباراتي معلوماتو په شريکولو او توحيدولو کې به برخه اخلي،د عملياتو د اجراء څارنه به کوي، واليانو ته به خبر ورکوي او لوړ پوړو افغان چارواکو ته به راپورونه برابروي. سيمه ييزې عملياتي همغږۍ ډلې يا (ROCGs) د جوړيدو په حال کې دي او تمه کېږي چې د مرکز د عملياتي همغږۍ د ډلې قومندانۍ ته به ورته مسووليتونه ولري.
۴. موقتي نيونه، د يوې مودې لپاره د افغان چارواکو له خوا د يوه شخص د توقيف په مانا ده چې د افغانستان له قوانينو سره به، د ۱۹۴۹ کال د ژنيو د کنوانسيون اړوند د ۱۹۷۷ کال د دويمه شمېره الحاقي پروتوکول په ګډون ټاکل کېږي. دا کار په دې موخه کېږي چې معلومه شي چې دغه شخص له نړيوالو بشردوستانه قوانينو سره سم د محاکمې يا نيول کېدو معيارونه پوره کوي او که نه.
دويمه برخه
د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو شرايط
۵. لوري به خپل دې نيت ټينګار کوي چې ځانګري عمليات د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې، په ځانګړي توګه د دغه قانون د څلورمې، پنځمې، اومې، اته ديرشمې او اوه پنځوسمې مادې سره سم تر سره وکړي.
دغه موخې ته د رسيدو لپاره لوري پر لاندې مواردو ټينګار کوي:
الف) هغه ځانګړي عمليات بايد د افغانستان له اساسي قانون سره سم وشي، چې تمه کيږي، په پايله کې به يې يو څوک ونيول شي يا به يو استوګنځی او يا د يو چا شخصي حريم وپلټل شي.
ب) د استوګني کورونه بايد يواځې د اړتيا پر وخت تلاشي شي او د ځانګړو عملياتو په چوکاټ کې يواځې افغان ځواکونه کولاي شي چې شخصي ځايونه تفتيشولئ شي.
ج ) افغان ځانګړې عملياتي قطعه ، کولای شي چې د افغانستان له قوانينو سره سم، د اشخاصو خصوصي حريم ته ننوځي او يوازې د اړتيا پر مهال له امريکايي ځواکونو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړي.
د) افغان ځواکونه د ټولو ماشومانو، ښځو او حساسو فرهنګي سيمو د ساتلو مسووليت لري.
۶. افغانستان ټينګار کوي ترڅو لازم ترتيبات او ظرفيتونه برابر او رامنځته کړي چې ځانګړي عمليات د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې تر سره شي او بايد لوري، ددغه تفاهليک په ۵ ماده کې مندرج هدف د سرته رسيدو لپاره زمينه برابره کړي.
پر نورو مواردو سربيره، په دې کې لاندي ټکي هم راځي:
الف) د عدلي، قانوني تعقيب او پلټنو د ميکانيزمونو رامنځته کول چې په دې توګه د افغانستان له قوانينو سره سم پر خپل وخت او خوندي توګه د مشکوکو او يا هغو اشخاصو پر ضد چې د توقيف يا عدلي تعقيب په شرايطو برابر وي، د ځانګړو عملياتو د ترسره کولو لپاره مجوز صادر کړي؛
ب) د همغږۍ په عملياتي ډله کې د ډاډمنو او وړتيا لرونکو اشخاصو ګمارل چې د پورته مجوزونو د صادرولو او عملي کولو کې اسانتياوې برابرې کړي.
۷. په بشپړه توګه د ځانګړو عملياتو افغاني کولو په ملاتړ او د تلپاتې او مجهزو ځانګړو افغان ځواکونو د رامنځته کولو په موخه د متحده ايالت دا ژمنه کوي چې په لاندې مواردو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي:
الف) د ځانګړې افغان عملياتي قطعې د ډلګيو زياتول او د ځانګړو عملياتو د رهبري د اخيستلو لپاره ددغو ډلګيو د ظرفيتونو لوړول؛
ب) د بلوکونو په کچه د ځانګړې افغان عملياتي قطعې د ضربتي ځواکونو او د ملاتړ د اصلي افغان حمايوي عناصرو پراختيا چې په دې توګه د امريکايي ضربتي ځواکونو شمېره د وخت په تېرېدو سره راکمه شي؛
ج) د افغان چارواکو د غوښتني سره سم، د موقت نيوني په بهير کې د تخنيکي ملاتړ برابرول؛ و
د) د دغسې عملياتو د ترسره کولو لپاره د افغان ځواکونو د وړتيا بشپړه پرمختيا.
۸. د متحده ايالاتو څخه تمه کېږي چې ددغسې عملياتو او اړوندو افغان بنسټونو ملاتړ وکړي او ددغسې عملياتو او اړوندو افغان بنسټونو د برياليتوب لپاره هر اړخيز او لازم ملاتړ وکړي.
پر نورو مواردو سربېره په دغه ملاتړ کې افغان عملياتي ځانګړې قطعې ته د معلوماتو او شننو سپارل چې په دې توګه دغه ځواک د اهدافو په تثبيت کې بشپړه وړتيا پيدا کړي او دغه راز د هليکوپټرو او الوتکو ملاتړ، د توپچي ملاتړ، د ټپيانو لېږدول او امنيت هم راځي.
درېيمه برخه
وروستني احکام
۹. که چيرته د افغانستان کوم وګړئ د متحده ايالاتو د قواوو له خوا د ځانګړو عملياتو څخه بهر نيول کيږي، بايد خوشي شي يا ژرترژره د ژنيو د کنوانسيون د ۱۹۷۷ کال د دوهم الحاقي پروتوکول په شمول د افغانستان د قوانينو سره سم د محکمې يا ساتنې لپاره افغاني چارواکو ته انتقال شي.
۱۰. لوري به ددغه تفاهمليک په لاسليک کېدو سره د ځانګړو عملياتو يوه دوه اړخيزه کميټه رامنځته کوي.
ددغې کميټې مشري به د افغانستان د ملي دفاع وزير او په افغانستان کې د متحده ايالاتو د پوځونو عمومي قومندان او يا د هغوی استازي کوي.
دغه کميټه به پر نورو موضوعاتو سربيره ، دلاندنيو چارو د ترسره کولو مسووليت هم لري:
الف ) د ځانګړو عملياتو د بشپړې افغاني کيدو څارنه؛
ب) په دغه تفاهمليک کې د درج شويو مواردو سره سم د ځانګړو عملياتو د ترسره کولو او همغږي کولو له کبله درامنځته کېدونکو مناقشاتو او شخړو حل و فصل؛
ج ) د دغه تفاهمليک سره سم د افغانستان د ظرفيتونو د لوړولو لپاره د لوريو تر منځ د همکاريو همغږي کول.
۱۱. د دواړو لورو هغه تفاهمونه چې په دغه تفاهمليک کې راغلي دي، پرهغو ترتيبونو او موجودو تفاهمونو باندې چې له دغه تفاهمليک څخه بهر دي ، اغېزه نه کوي.
۱۲. د دغه تفاهمليک له مخې د دواړو لوريو ترمنځ ټولې همکارئ د حقوقو او وجايبو او تر نړيوالو قوانينو لاندې د دوی له ژمنو سره سمې او دغه راز د دواړو هيوداونو د داخلي نافذه قوانينو او مقرراتو پورې مشروط دي.
۱۳. دغه تفاهمليک له لاسليکيدو سره سم مرعي الاجرا دی.
۱۴. په دغه تفاهمليک کې په راغلو همکاريو پورې اړوند ټول منازعات په لومړني فرصت کی د ځانګړو عملياتو د دوه اړخيزې کميټې له لاری هواريږي چې د پورتنی برخې پر اساس جوړه شوې ده، او که له دغې لارې حل نه شي، د ديپلوماتيکو مجراوو له لارې حل او فصل کيږي.
۱۵. دغه تفاهمليک د ۱۳۹۱ کال د وري پرشمله (چې د ۲۰۱۲ د اپريل له اتمې سره برابره ده) په کابل کې لاسليک شو. د تفاهمليک پښتو، دري او انګليسي نسخې مساوي اعتبار لري.
د افغانستان اسلامي جمهوريت په استازيتوب
سترجنرال عبدالرحيم وردک
د ملي دفاع وزير
د امريکا متحده ايالاتو په استازيتوب په استازيتوب
سترجنرال جان الن
په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د قواوو عمومي قومندان
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.


