د۱۳۹۱ لمریز کال د وري۲۱مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن دکابینې په غونډه کې د هغه تفاهم لیک په باب چې پرون د افغانستان په خاوره کې د ځانګړو عملیاتو د افغاني کولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ لاس لیک شو، وویل اوس د دې کار په ترسره کېدو سره د افغانستان ملي واکمني تثبیته شوه او دغه واک د افغانستان دولت ترلاسه کړ نو د افغانستان د حکومت او د دولت د ټولو ادارو او ارکانو دنده ده چې د افغانستان د خلکو د کورونو عزت او د سر او مال مصوونیت لکه څنګه چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین حکم کوي، وساتي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه چې د افغانستان د حکومت له څو کلنو او پرله پسې هڅو وروسته له نیکه مرغه د دغه تفاهم لیک په لاس لیک کولو بریالي شو.
جمهوررئیس زیاته کړه: د افغانستان حکومت او د دولت ټولې ادارې دې د خلکو د سر او مال د ساتنې او د خلکو د ژوندانه د مصوونیت لپاره هلې ځلې وکړي ترڅو د افغانستان خلک د کلونو کلونو رنځونو او کړاونو له زغملو وروسته ځان او خپل کور خوندي احساس کړي.
حامدکرزي وویل اوس زموږ دنده ده له هغې موافقې سره سم چې شوې ده خلکو ته ډاد ورکړو چې نه یوازې بهرنیان د خلکو کورونو ته نه ورننوزي، بلکې د افغانستان د حکومت لخوا هم چاته زیان نه رسیږي او نه څوک ځورول کیږي او د افغانستان د ملت او خلکو بشري حقونه نه یوازې دا چې ترپښو لاندې کیږي نه، بلکې درناوی یې کیږي. لکه څنګه چې د اساسي قانون له حکمونو سره سم د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنه زموږ ملي، دیني او حکومتي دنده، نو د همدغو حکمونو له مخې باید د هغوی ساتندویان و اوسو.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په دوام په دې باندې ټینګار وکړ چې زموږ حکومت باید دا ثابته کړي چې د افغانستان د خلکو د ګټو، مصوونیت او ژوندانه ساتونکی دی.
وروسته دجمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم هم په دې اړه دخبرو په ترڅ کې وویل دخلکو دمصوونیت ساتنه دحکومت دنده ده خو یو شی چې حکومت یې له خلکو څخه په تینګار سره غواړي هغه دا ده چې اجازه ورنه کړي څوک یې کورونو ته ننوزي او دوی تروریستانو او سړي وژونکو ته پناه ورنه کړي .