حامدکرزي د مشرانو جرګې د کمیسیونونو له رئیسانو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: Apr 11, 2012

د۱۳۹۱ لمریز کال د وري۲۳مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د مشرانو جرګې د کمیسیونونو له رئیسانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه او په هغې کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم ګډون کړی و، د مشرانو جرګې د کمیسیونونو د رئیسانو په استازیتوب مولوي عرفاني او ډاکتر زلمي زابلي خبرې وکړې، وې ویل چې په ملي مسلوکې مشرانو جرګه د افغانستان له حکومت څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

مولوي عرفاني د شپنیو عملیاتو او افغان لوري ته د زندان د لېږد په اړه د حکومت له جدي دریځ څخه ملاتړ وکړ او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت په لاره کې مثبت ګام وباله.

همدا راز نوموړي وویل: د شیکاګو په کنفرانس کې چې په نیږدې راتلونکي کې به جوړ شي د افغانستان پرامنیتي مسلو به پکې خبرې وشي چې باید له خپلو نړیوالو همکارانو سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سمبالښت په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

 د مشرانو جرګې د کمیسیونونو رئیسانو په دغه کتنه کې د توکیو او شیکاګو په کنفرانس کې د سنامجلس د غړو د ګډون او همدا راز له جمهوررئیس سره په دوامداره توګه دکتنو غوښتنه وکړه.

هغوی همدا راز د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان او څرګنده یې کړه چې د سولې په میکانیزم دې بیا کتنه وشي.

د مشرانو جرګې د کمیسیونونو رئیسانو د طالبانو لپاره د یوه دفتر د جوړولو له طرحې څخه ملاتړ وکړ، وې ویل چې د دغه دفتر جوړیدل باید د سیاسي نماینده ګۍ په معنی نه وي او د دولت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اصلي لوری باید د افغانستان حکومت وي.

د هېواد جمهوررئیس د مشرانو جرګې د کمیسیونونو د رئیسانو د خبرو او وړاندیزونو له آوریدو وروسته وویل چې د هېواد د امنیتي ځواکونو ټول اجراات باید د اساسي قانون او د هېواد د نورو قوانینو په رڼا کې ترسره شي او د افغانستان امنیتي ځواکونه باید په جدي توګه  د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې  کار وکړي او د خلکو بشري حقونه وساتي او د هغو درناوی وکړي.

همدا راز د هېواد جمهوررئیس له ده سره په دوامداره توګه د سنامجلس د غړو د کتنو په اړه د مشرانو جرګې دکمیسیونونو د رئیسانو وړاندیز ومنلو.