د ناټو عمومي منشي: ناټو به په اوږد مهال کې له افغانستان سره د یو همکار په توګه دلته پاتې شي

د خپرېدو نېټه: Apr 12, 2012

NATO

 د۱۳۹۱ لمریز کال د دوري۲۴مه- د ناټو سازمان عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره له کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: افغان ولس، د افغانستان دښمنانو او همداراز د افغانستان ګاونديو هېوادونو ته زما پیغام دا دی چې ناټو به په اوږد مهال کې له افغانستان سره د یو همکار په توګه دلته  پاتې شي او موږ په کلکه ژمن یو چې له افغان ولس سره د ۲۰۱۴ کال نه وروسته بیا هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړو. 

په دغه خبري کنفرانس کې چې نن غرمه په ارګ کې جوړ شو، اندرس فوګ راسموسن  وویل چې هره ورځ، زرګونه زړه ور او وفاداره افغان سرتیري کارکوي، روزنه ویني او د آیساف له ځواکونو سره په ګډه د دښمن په وړاندې جګړه کوي. نن سهار وختي، ما افغان ځانګړي عملیاتي ځواکونه د روزنېزو تمرینونو په ترڅ کې ولیدل چې د نړۍ په کچه ترټولو غوره ځانګړي ځواکونه دي.

ښاغلي اندرس فوګ راسموسن وویل: د هرې ورځې په تیریدو سره، افغان امنیتي ځواکونه د پخوا په پرتله  خورا پیاوړي کیږي او وړتیاپیدا کوي.

ده، زیاته کړه: افغان ځواکونو اوس مهال د هېواد پنځوس سلنه امنیتي مسوولیت په غاړه اخیستی او د دې شاهد به اوسو چې دغه ځواکونه به په لا ډیرو ولسوالیو او ولایتونو کې د رهبرۍ رول په غاړه واخلي. دا ځکه چې موږ یوې موخې ته د رسیدلو په خاطر کار کوو او هغه موخه  یو سوله ایز او ثبات لرونکی افغانستان دی چې هیڅکله  د ترهګرو لپاره  بیا په یو خوندي پټنځای او ځالې بدل نه شي.

NATO

ښاغلي اندرس فوګ راسموسن وویل: په راتلونکو څو اوونیوکې به ، موږ د ناټو غړو هېوادونو له مشرانو سره په ګډه او د آیساف او اییتلاف ځواکونو د پنځوسو استازو سره د شیکاګو په سرمشریزه کې غونډه وکړو  چې په حقیقت کې د نړۍ د ملتونو څلورمه برخه به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

 ده، وویل: له افغانستان څخه به زموږ ملاتړ په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ونه رسیږي. د شیکاکو په ناسته کې به موږ په دې باندې هوکړه وکړو چې څرنګه د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د بهیر په بشپړیدو سره ، هغه ملاتړ، مرستو او روزنو ته د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته دوام ورکړو چې افغان ځواکونه به ورته اړتیا ولري. موږ به په خپل وارسره، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره اړینه مالي مرسته برابره کړو.

جمهوررئیس حامدکرزي په دغه مطبوعاتي کنفرانس د ناټو عمومي منشي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په لاره کې د هغه له هڅو څخه مننه او قدردانې وکړه، وې ویل: له ښاغلي اندرس فوګ راسموسن سره یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، سمبالښت، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد د درییم پړاو، د شیکاګو دکنفرانس او له هغه څخه د کیدونکو هیلو او له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل او سمبالښت په باب خبرې وکړې.

NATO

د هېواد جمهوررئیس د یوې پوښتنې په ځواب کې دځانګړو عملیاتو دافغاني کیدلو په اړه وویل : موږ په داسې حال کې چې دترهګرۍ پرخلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، دا دنده هم لرو چې د افغانستان خلک مصون و اوسي او د بهرنیو او کورنیو ځواکونو لخوا د افغانستان د اساسي قانون او زموږ دټولنې داخلاقو پرخلاف ونه ځورول شي، دخلکو بشري حقونه مراعات شي، افغان ماشوم، سپین ږیری او ځوان ونه ځورول شي.

د ناټو عمومي منشي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: زه د افغانستان خلکوته په کلکه ډاډ ورکوم چې موږ به په راتلونکې میاشت کې د شیکاګو په سر مشریزه کې تصمیم ونیسو چې پر روزنې، مرستې او سلا مشورې باندې په تمرکز سره، د ناټو سازمان په خپله مشرۍ په افغانستان کې د روزنې په برخه کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. موږ ټول امنیتي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارو خو له افغان ځواکونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او موږ به په افغانستان کې هیڅکله هم امنیتي تشه پرې نه ږدو.