
د۱۳۹۱ لمریز کال د وري۲۶مه - صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د غړو لخوا د رایو په اتفاق په یوه علني غونډه کې چې په هغې کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، استاد عبدالرب رسول سیاف او د بلخ والي عطا محمد نور هم په خاصه توګه ګډون کړی و، د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.
په دغه غونډه کې لومړی د هېواد جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا غړو د هېواد په کچه او د سولې د ټینګښت په کمیسیون کې د افغانستان د روحاني او جهادي شخصیت پرو فیسور حضرت صبغت الله مجددي د خدمتونو قدردانې وکړه، د ده ونډه یې د جهاد له دوران څخه د هېواد په آزادۍ، وروسته بیا داسلامي حکومت په جوړولوکې او په تیره بیا په دې وروستیو کلونوکې دسولې د ټینګښت دکمیسیون د مشر په توګه د سولې په راوستلوکې د ډیر زیات اهمیت درلودونکې وبلله.
همدا راز په دغه غونډه کې حامدکرزي او د سولې د عالي شورا غړو د سولې په لاره کې د شهید استاد پروفیسور برهان الدین رباني د هڅو او شهادت یادونه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د صلاح الدین رباني د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي وویله او په دغه مهمه دنده کې یې ورته د بریالیتوبونو هیله وکړه.
حامد کرزي د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د صلاح الدین رباني ټاکل کېدل په هېواد کې د ملي یو والي د لا ټینګښت او د افغانستان په کورنیو چاروکې د باندینو لاس وهنو د مخنیوي لپاره مناسب کار وباله او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې ټول باید په یوه غږ په هېوادکې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د هغه ترڅنګ ودریږي.
صلاح الدین رباني، په ده باندې د هېواد د جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د غړو د باور له امله مننه وکړه، وې ویل: زه په دې باور یم چې په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت یوازینې لاره سوله ده. موږ سولې ته د یو دیني اصل په توګه ګورو.
ده وویل: د سولې بهیر په هېواد کې هغه مهال کولای شي لاس ته راوړنه ولري چې رهبري یې پخپله د افغانانو په لاس کې وي، له هغه پرته نه شو کولای د دغه ملي او اسلامي رسالت د پرمخ بیولو په لاره کې د ملت باور ترلاسه کړو.
صلاح الدین رباني وویل: (( په هېواد کې د جګړې او نا امنیو دوام په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون سبب شوی دی. د سولې د ټینګښت په لاره کې هڅه په حقیقت کې په هېوادکې د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا ته دکمښت په لاره کې یو ګام دی او بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لاره خلاصوي.))
بیا، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم خبرې وکړې، وې ویل: (( ټول افغانان هیله لري چې په هېوادکې یې ډیر ژر سوله ټینګه شي او د سولې او امن په فضا کې ژوند وکړي او لکه د نورو هېوادونو د خلکو په شان سوکاله او نیکمرغه ژوند ولري.))
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل: (( موږ باید په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره بیا بیا د دولت مخالفینو ته لاس وغځوو. ده، وویل زه له دغه بهیر څخه ملاتړ کوم حتی که د خپل ځان په بیه مې هم تمام شي.))
جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، سوله د خدای امر او د اولس غوښتنه وبلله، وې ویل: په هېواد کې د سولې ټینګښت یو مهم امر دی او د هغه د عملي کیدو لپاره باید ټول ملا ورته وتړو.
استاد سیاف وویل: (( د سولې د عالي شورا رئیس به هغه مهال ډیر بریالی وي چې په لوی خدای باندې توکل وکړي او د خپلو همکارانو ملاتړ ترلاسه کړي.))
ورپسې، د بلخ والي عطا محمد نور خبرې وکړې وې، ویل: (( سوله د افغانستان د خلکو له مهمو لومړنیو اړتیاوو څخه ده، د دې هېواد خلکو له درې لسیزو څخه په زیاته موده کې د جګړې مصیبتونه ولیدل، دا ملت تر دې زیات د نورو مصیبتونو د زغملو توان نه لري.))
عطا محمد نور زیاته کړه: (( زه د دې هېواد د یوه بچي په توګه تاسو جلالتمآب جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا رئیس او غړو ته ډاډ درکوم چې د خپل توان په اندازه به د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند او په دې لاره کې به له هیڅ ډول هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړم ځکه چې دا زموږ یو افغاني او اسلامي رسالت دی.))