حامدکرزي دکندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې له یو شمېر انځورګرانو او خطاطانو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: Apr 14, 2012

Kandahar

د۱۳۹۱ لمریز کال د وري۲۶مه - دکندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې یو شمېر انځورګرانو او خطاطانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره  دکتنې په ترڅ کې، هغه ته خپلې د انځورګرۍ تابلوګانې وښودلې.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، د کندهار ولایت د انځور ګرانو او خطاطانو د ټولنې غړو، دغې ټولنې ته  د لا ډیرې پاملرنې  او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د هغې د ثبت او راجستر غوښتنه وکړه.

دکندهار ولایت د ښکلو هنرونو د ټولنې مسوول امان الله درخشان د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې له جمهوررئیس سره د دوی دکتنې موخه دکندهار د انځور ګرۍ او خطاطۍ برخې ته د لا ډیرې پاملرنې راګرځول دي.

د دغې ټولنې غړو همدا راز له جمهوررئیس څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د تجربه لرونکو استادانو لخوا د انځورګرۍ او خطاطۍ په برخه کې روزنیز ورکشاپونه او پروګرامونه جوړ او په دغو برخوکې دې  دوی د لوړو زده کړو د دوام لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي.

د دغې کتنې په لړکې دکندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې غړو د خپلې انځورګرۍ ۲۳ اثار چې په هغوکې د طبیعي منظرو، د خلکو د فرهنګ او دود او دستور تابلوګانې او همدا راز  سیاسي انځورګرۍ شاملې وې، نندارې ته کیښودلې.

دکندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې یوې انځورګرۍ  سارا عمرزۍ غوښتنه وکړه چې د دغې ټولنې غړو ته دې د جمهوري ریاست د مقام له لوري ستاین لیکونه ورکړل شي ترڅو د دغې ټولنې غړي په دې لاره کې نور هم وهڅول شي. دې وویل چې د دوی د ټولنې لخوا د معلولینو او معیوبینو، د مارچ د اتمې د ښځو د نړېوالې ورځې او د مطبوعاتو د ورځې په مناسبتونو اثارنندارې ته ایښودل شوي او د هلمند په ولایت کې یې هم د خپلو اثارو نندارتون جوړ کړی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامدکرزي دکندهار ولایت د ښکلو هنرونو د ټولنې د انځورګرانو او خطاطانو آثار وکتل او هغوی یې وهڅول، وې ویل: په هغه ولایت کې چې له بده مرغه ډیر ځله له هغه څخه منفي خبرونه را رسیږي، له نیکه مرغه داسې ځوانان هم وینم چې د خطاطۍ او انځورګرۍ په برخه کې یې ګټور هنري کارونه تر سره کړي دي.

جمهوررئیس وویل چې ستاسو د هنري آثارو لیدلو ماته خوښي را په برخه کړه . زه هیله لرم چې د هنر په برخه کې خپل هېواد ته تردې لا زیات خدمتونه ترسره کړی.