
د۱۳۹۱ لمریز کال د وري ۲۸مه - د حزب اسلامي هیات چې د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی له جمهور رئیس حامد کرزی سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې نن له غرمۍ مخکې ترسره شوه، د نوموړي هیات چې مشري یې ډاکټر غیرت بهیر کوي د افغانستان جمهور رئیس ته د سولې په باب د حزب اسلامي طرحه او پیشنهادونه وړاندې کړل.
د افغانستان د جمهور رئیس سره په ملاقات کې دا په ډاګه شوه چې د سولې په هکله د حزب اسلامي د پیشنهادونو په اړه په ډیرو مواردو کې د نظر توافق موجود دی.
د یادونې وړ ده چې دغه طرحه چې په افغانستان کې د سیاسي حل لارې په اړه جوړه شوې ده د یکشنبې په ورځ د حزب اسلامي هیات او د سولې د عالي شورا د موظف شوي هیات تر منځ بحث ته وړاندې شوې وه.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې روان مذاکرات دوام ومومي ترڅو چې هېواد ته د سولې د راوستو لپاره خبرې اترې داسې نتیجې ته ورسیږي چې د افغانستان د ځوریدلو خلکو د آرامۍ او نیکمرغۍ باعث وګرځي.