
د۱۳۹۱ لمریز کال د وري ۳۰مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان لپاره د آذربایجان د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي (( دشګین شیکاروف)) باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د باورلیک د وړاندې کولو په مراسمو کې چې نن په ارګ کې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس د افغانستان لپاره د آذربایجان نوي نا استوګن سفیر ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
په مقابل کې د آذربایجان نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت د پیل کېدو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره به هڅه وکړي.
د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسموکې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او د دغه وزارت د تشریفاتو رئیس هم حضور درلود.