حامدکرزی له وژل شویو ځان مرګو سره د عکسونو اخیستل او بیا له نورو سره د هغو شریکول حساسیت پارونکی او غیرانساني عمل بولي او هغه په کلکه غندي

د خپرېدو نېټه: Apr 19, 2012

 د۱۳۹۱ لمریز کال د وري۳۱مه- د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د امریکایي عسکرو لخوا له وژل شویو ځان مرګو سره د عکسونو اخیستل او بیا له نورو سره د هغو شریکول حساسیت پارونکی او غیر انساني عمل بولي او هغه په کلکه غندي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپلو وروستیو ګڼو کې هغه عکسونه  چاپ کړي دي چې امریکایي پوځیان د هغو ځان مرګو برید کوونکو د مړو د بدن له ټو ټو سره ښکاري چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د ځان مرګي برید په ترڅ  کې وژل شوي دي.

حامدکرزی د امریکایي عسکرو لخوا له وژل شویو ځان مرګو سره د دا ډول عکسونو اخیستل او بیا له نورو سره د هغو شریکول ناوړه عمل بولي چې د تیرو کلونو په جریان کې په بیلابیلو بڼو په وار وار تکرار شوی او افغانانو او نړیوالو یې  پر وړاندې جدي غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان جمهوررئیس په دې باندې ټینګار کوي چې د افغانستان لپاره د دغو ترخو تجربو د بیا بیا تکراریدوڅخه د خلاصون یواځینې لاره له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته په سریع او کامله توګه د امنیتي مسوولیتونو انتقال دی، ترڅو افغانستان خپل برخلیک ډیر ژر په خپل لاس کې واخلي او نور د بهرنیو سرتیرو لخوا په دې هېواد کې دې ته ورته ناوړه عملونه ترسره نه شي.