حامدکرزی په پاکستان کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د مسافرینو پر وژل کیدو خواشینی شو

 د۱۳۹۱ لمریز کال د غوایي۲-  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی په پاکستان کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې له سلو څخه د زیاتو مسافرینو پر وژل کېدو باندې په ژوره توګه خواشینی شو.

د رپوټونو له مخې، د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه د اسلام آباد ښارته څېرمه د راکوزیدو په حال کې د نا مساعدې هوا له امله په کرنیزو ځمکوکې را ولویده او ټوله سورلۍ یې چې شمېر یې ۱۲۷ تنو ته رسیده، له منځه لاړله.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د د غې پیښې په خبریدو سره، په ژوره توګه خواشینی شو او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د پاکستان خلکو او د دغې پیښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي.

حامدکرزی د قربانیانو کورنیو ته د لوی خدای له درباره د جمیل صبر هیله کوي.