د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک مسوده نهایي شوه

د خپرېدو نېټه: Apr 22, 2012

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۳مه - د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د دولت او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو د موافقه ليک مسوده بشپړه، د مذاکره کوونکو پلاوو د رئيسانو له خوا په نخښه شوه او د دواړو هيوادونو د جمهورو رئيسا نو د لاسليک لپاره چمتو شوه.

په هغومراسموکې چې له همدي امله نن د ملي امنيت په شورا کې پرځاى شول د افغانستان او د ا مريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د اوږدمهالو سترا تيژيکو همکاريو د موافقه ليک مسوده د ملي امنيت د سلا کار ډاکتر رنګين داد فر سپنتا او په کا بل کې د ا مريکا د متحده ايالاتو د سفير راين کرا کر له خوا په نخښه او تبادله شوه.

ور پسې ډاکتر رنګين دادفرسپنتا او راين کراکر د ستراتيژيکو همکاريو د سند د مسودې د مذاکرو د بهير په باب خبرې و کړې .

ډاکتر سپنتا د دغه برياليتوب له ا مله د مبارکي د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې له اتلسو مياشتو را په ديخوا مو په غير رسمي توګه خبرې پيل کړې چې څه د پاسه يو کال مو ډير سخت کار او سختې خبرې درلودې.

  ده، زيا ته کړه: هغه سند چې برا بر شوى دى په پاى کې د افغا نستان ، سيمې او د نړۍ د امنيت او د سيمې د پرمختګ لپاره يو ډير قوي او پياوړی سند دى.

 د ملي امنيت سلا کار وويل افغا نستان له دوديزې مشورتي لو يې جر ګي سره خپل مشور تي بهيرو نه يوه تاريخې پړا و ته لوړ کړل.

ده، وويل مخکې له دې چې دغه سند چمتو شي زه، دوه ځلي د افغانستان پارلمان ته ورغلم اود خلکو استا زي مې په بهير خبر کړل او سبا د بهرنيو چارو وزير د مشرا نو جر ګي ته ځى او دوي ته د دې بهير خبر ورکوي او زه هم ولسي جرګي ته ځم او د افغا نستان د خلکو استازو ته به د دغه سند د محتوا په اړوند لا زمې څرګندوني وکړم.

ډاکتر سپنتا د خپلو خبرو په دوام زيا ته کړه د دواړو هيوادونو د جمهورو رئيسا نو له خوا د دغه سند له لاسليک کولو وروسته د افغا نستان د قوا نينو له مخې د افغا نستان د اسلا مى جمهوري دولت او د ا مريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د سترا تيژيکو همکاريو د موافقه ليک متن ولسي جرګي او وروسته مشرا نو جرګي ته ليږل کيږي او د دوا ړو مجلسو نو له تصويب او د جمهور رئيس له توشيح او په رسمې جريده کې له خپريدو وروسته به نافذ شي اوموږ ته به د الزام وړ وي.

ورپسي په کا بل کې د ا مريکا د متحده ايالاتو سفير راين کراکر وويل چې دغه خبرې د هغو ډيرو سختو خبرو له جملې څخه وې چې ده پکې ګډون کړی دی.

ده هيله څرګنده کړه چې دغه سند د دوو خپلوا کو او واکمنۍ لروونکو هيوادو نو ترمنځ يو ټينګ ، تلپاتې او اوږدمهال بنسټ واوسي.

 ده وويل د ستراتيژيکو همکاريو د دغه سند له لارې به موږ په افغانستان کې له خپلو دوستا نو سره همکاري و کړو او د يو متحد، باثباته، د موکراتيک او وا کمنۍ لروونکي هيواد په لور د افغا نستان د زيا تې پراختيا لپاره به زمينه برا بره کړو.