د افغانستان دکنفرانسونو او جرګو ملي مرکز د چین هېواد په مرسته جوړیږي

د خپرېدو نېټه: Apr 23, 2012

 Khuram

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۴مه- دکابل په ښارکې د افغانستان دکنفرانسونو او جرګو د سترمرکز د جوړولو تړون د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د رئیس عبدالکریم خرم او په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت د لوی سفیر ښاغلي ژوفیهانګ ترمنځ لاس لیک شو.

  په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت نن له غرمې وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر په ریاست کې جوړ شوي و، د کابل په ښارکې د افغانستان دکنفرانسونو او جرګو د ستر مرکز د جوړولو د تړون یادداښت د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د رئیس او په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت د سفیر ترمنځ  له لاس لیک وروسته، تبادله شو.

د یادولو وړده چې د افغانستان د کنفرانسونو او جرګو ملي مرکز یو ستر تالار دی چې په یو وخت کې به له درې زره تنو څخه زیات کسان پکې ځای شي او د مهمو ملي ستر غونډو د جوړیدو ځای به وي.

 دغه پروژه د چین د ولسي جمهوریت د انکشافي بانګ په مالي مرسته تمویلیږي.