دکابینې غونډې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک مسوده مهمه او ارزښمنه وبلله

د خپرېدو نېټه: Apr 23, 2012

Cabint

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۴مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د کابینې نننۍ غونډې، د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک پر مسودې باندې چې پرون د مذاکره کوونکو پلاوو د رئیسانو لخوا په نخښه او د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو لاس لیک ته چمتو شو، بحث او خبرې وکړې.

دکابینې غونډې د دې ترڅنګ چې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ یې د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند مسوده له اهمیت څخه ډکه وبلله او په دغه سندکې یې هغه مواد مهم او ارزښتناک وګڼل چې د اساسي قانون پر درناوي، ملي یو والي، د دوو خپلواکو او مساوي هېوادونو په توګه دافغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو باندې ټینګار کړی او همدا راز د دودیزې لویې جرګې سلا مشورې یې د دغه سند په چمتو کولو کې ګټورې وبللې.

په همدې ډول دکابینې غونډې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه چې له هېواد څخه په خپلواکه توګه دفاع وکړي، د ښې حکومتوالۍ، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو او د هېواد د تاریخي اثارو ساتل چې د دغه سند په محتویاتوکې راغلي دي، هم له اهمیت څخه ډک وبلل.

په پای کې، د کابینې غونډې د آلمان او د استرالیا له هېوادونو سره د افغانستان د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیکونو په باب هم بحث او خبرې اترې وکړې.