د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي د استرالیا له ګورنرجنرالې میرمن کونتین برایس، سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون غرمه په ارګې کې ترسره شوه، دواړولورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخوکې په ځانګړې توګه د افغانستان او استرالیا ترمنځ د سترا تیژ یکو همکاریو د سند په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه.
د استرالیا ګورنر جنرالې میرمن کونتین برایس له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره د استرالیا د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې د دغه هېواد مرستې به د ستراتیژیکو همکاریو د سند په چوکاټ کې په نورو برخو سربیره دکرنې او لوړو زده کړو په برخو متمرکزې وي.
په دغه کتنه کې د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او استرالیا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاس لیک کېدل له اهمیت څخه ډک وبلل او په بیلابیلو برخوکې یې له افغانستان سره د هغه هېواد له مرستو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.