حامدکرزي له افغانستان سره په تیرو کلونو کې د بریتانیا د حکومت او خلکو له مرستو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.
په مقابل کې د بریتانیا نوي سفیر ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په جریان کې هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له پخو ا څخه لا زیاتې پراخې او له افغانستان سره د بریتانیا مرستې دوام ومومي.
په افغانستان کې دبریتانیا دنوي سفیر دباورلیک د وړاندې کولو په مراسموکې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول او د دغه وزارت دتشریفاتو رئیس حمید صدیق هم حضور درلود.