د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ایران د افغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله چې له یو بل سره دیني، فرهنګي او ژبني مشترکات لري. ده په تیرو کلونوکې له افغانستان سره د ایران د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه.
په مقابل کې د ایران نوي سفیر ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په جریان کې هڅه وکړي چې د دواړو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې له پخو ا څخه لا زیاتې پراخې شي.
په افغانستان کې دایران دنوي سفیر دباورلیک د وړاندې کولو په مراسموکې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول او د دغه وزارت دتشریفاتو رئیس حمید صدیق هم حضور درلود.