حامدکرزي دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: Apr 26, 2012

Elders

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي ۷مه - د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ مشرانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامدکرزي سره دکتنې په ترڅ کې خپلې سیمه ایزې ستونزې مطرح کړې.

په دې کتنه کې چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، کاکا داودخان، غلام حضرت روفي، سید فضل احمد او په ولسي جرګه کې  دشینډنډ ولسوالۍ د خلکو استازي منور شاه د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، دوی د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند د مسودې ملاتړ وکړ.

د شینډنډ ولسوالۍ مشرانو د امنیت، روغتیا، پوهنې، سړکونو، د اوبو د بندونو، د سیمه ایزې ادارې او د قومي مشرانو  دنه خوندي توب په برخو کې خپلې ستونزې بیان کړې او ولایت ته یې د شینډنډ ولسوالۍ د لوړولو غوښتنه وکړه.

دغه راز دوی دکورنیو چارو د وزارت لخوا د هرات ولایت په تیره بیا د شینډنډ ولسوالۍ د پولیسو د ځواکونو د وروستیو ګوښه کولو له امله خپلې اندیښنې څرګندې کړې او هغه یې غیر عادلانه وبللې.

دغه راز د شینډنډ ولسوالۍ مشرانو د دغې ولسوالۍ د بیا رغونې په تیره بیا د شینډنډ د هوایي ډګر په پروژوکې دکارګرو په توګه د دغې ولسوالۍ د ځوانانو د استخدام او د دغې ولسوالۍ د دولسمو ټولګیو فارغانو ته د ترکیې او هند د هېوادونو د تحصیلي بورسونو د ورکولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د مشرانو د وړاندیزونو له آوریدو وروسته وویل چې د شینډنډ د بیا رغونې په پروژوکې د کارګرو په توګه د دغې ولسوالۍ د ځوانانو د استخدامولو په برخه کې به اقدام وشي.

جمهوررئیس د حکومتوالۍ  د ښه والي او پیاوړتیا په برخه کې سلاکار وزیر غلام جیلاني پوپل ته دنده وسپارله چې د شینډنډ د سیمه ایزې ادارې حالت له نیږدې څخه وڅیړي او د خلکو شکایتونه واوري او د وروستیو اجرااتو لپاره دې خپل رپوټ د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

دغه راز حامدکرزي له هېواد څخه بهر د لوړو زده کړو د دوام په مقصد د دغې ولسوالۍ د ځوانانو د استولو په برخه کې د دوی غوښتنې ومنلې او څرګنده یې کړه چې دکابینې په غونډه کې به په دې باب تصمیم ونیول شي.