سناتور جان کیري د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند چمتو کېدل ستر بریالیتوب وباله

د خپرېدو نېټه: Apr 28, 2012

Johan Kary

د۱۳۹۱ لمریز کال د غوایي۹مه - د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس سناتور جان کیري د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د امریکا او افغانستان د جمهوررئیسانو د لاس لیک لپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د مسودې چمتو کیدل، مهم کار او ستر بریالیتوب وباله او د امریکا د سنا په استازیتوب یې جمهور رئیس ته د دغه بریالیتوب مبارکي وویله.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سیمې د حالاتو، د سولې د بهیر او په دغه بهیرکې د پاکستان د رول او نورو د علاقې وړ مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې حامدکرزي له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان د ملکي ادارې د اساسي بنسټونو په جوړولوکې همکاري وکړي ترڅو د دغو بنسټونو په جوړیدو سره افغانستان د یوې مسلکي او پیاوړې ملکې ادارې خاوند شي او افغانان نور د پردیو له احتیاج څخه خلاصون ومومي.

همدا راز په دې کتنه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا او سمبالښت باندې د ټینګار په ترڅ کې دا موضوع  روښانه شوه چې د اوس لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر کموالی مطرح نه دی، بلکې د دغې موضوع په باب به د ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته د افغانستان او سیمې د حالاتو په پام کې نیو لو سره پریکړه وشي.