د ملي امنیت شورا، د افغانستان، آلمان، ناروې او استرالیا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لیکونه وڅیړل

د خپرېدو نېټه: Apr 29, 2012

Security

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۰مه - دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهورریس حامدکرزي په مشرۍ دملي امنیت شورا غونډې د افغانستان، آلمان، ناروې او استرالیا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لیکونو باندې بحث وکړ او هغه یې وڅیړل.

په دغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، څرګنده شوه چې دآلمان له فدرالي جمهوریت سره دستراتیژیکو همکاریو سند او دناروې له شاهي هېواد سره دې داوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه دې نهایي او دشیکا ګو له کنفرانس وړاندې دې لاس لیک شي.

ایجاد و امضای اعلامیه همکاری های دراز مدت ستراتیژیک افغانستان و کشور شاهی ناروی در سفر سکرتر دایمی وزارت خارجه ناروی که چندی قبل به کابل انجام شد، مطرح گردید و تفاهم صورت گرفت تا روی مسوده اعلامیه کار صورت گیرد و قرار است قبل از کنفرانس شیکاگو این سند میان سران دو کشور به امضا برسد.

دافغانستان او دناروې دشاهي هېواد ترمنځ دستراتیژیکو همکاریو داعلامیې د لاس لیک موضوع کابل ته  دناروې دبهرنیو چارو دوزارت د دایمي سکرتر په سفر کې مطرح شوه  او تفاهم وشو چې  داعلامیې پر مسودې  دې کار وشي او په پام کې ده چې دغه سند دشیکاګو له کنفرانس وړاندې د دواړو هېوادونو دمشرانو لخوا لاس لیک شي.