جمهوریت جمهورریس حامدکرزی دمیدان وردګو ولایت دچک په ولسوالۍ کې دملکي وګړو پرمرګ ژوبله خواشینی شو

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۰مه - دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورریس حامدکرزی دمیدان وردګو ولایت دچک په ولسوالۍ کې دملکي وګړو پرمرګ ژوبله خواشینی شو او د دغې پیښې د هراړخیزې څیړنې لپاره یې یو پلاوی سیمې ته واستولو.

دروان کال دغوایي دمیاشتې پر ۷ دپنجشنبې په ورځ دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالۍ د دوران خیل په کلي کې داستوګنې پر یوه کورباندې دهاوان دمرمۍ دلګیدو له امله درې ښځې شهیدې او څلور نورې ټپیانې شوې. دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې دملي اردو او دناټو ځواکونو قطار له سیمې څخه دتیریدو په حال کې و او د دولت د وسله والو مخالفینو تر برید لاندې راغی چې د دواړو غاړو ترمنځ د ډزو دتبادلې په پایله کې داستوګنې پر یو کورباندې دهاوان مرمۍ ولګیدله.

د دغه پلاوي مشري دقومونو په چاروکې دجمهوري ریاست سلاکار وزیر شجاع املک جلاله په غاړه لري چې په ترکیب کې یې دملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو، دملي امنیت دلوی ریاست او دچارو دادارې استازي ګډون لري. پلاوی دنده لري چې دغه پیښه له نیږدې څخه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او دخپلو موندنو رپوټ ډیر ژر دجمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

حامدکرزی د دغې پیښې دشهیدانو کورنیو ته دخپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټبیانو ته دلوی خدای له درباره دسملاسي روغتیا هیله کوي.