جمهوررئیس حامدکرزي د امریکا د کانګرس له پلاوي سره وکتل

US

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۰مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د امریکا د کانګرس له پلاوي سره چې د دغه هېواد د سنا مجلس د استخباراتو د کمیټې د رئیسې میرمن دیان فینشتین په مشرۍ  افغانستان ته راغلی دی، وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د سولې د بهیر، د ښځو د حالت، د افغانستان او سیمې د حالاتو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او سمالښت او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره د امریکا د مرستو د دوام په باب خبرې وکړې.

 د امریکا دکانګرس پلاوي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د مسودې برابریدل د دواړو هېوادونو لپاره ستر بریالیتوب وباله.

  نوموړي پلاوي همدا راز د زندان د مسولیتونو د لېږد او د ځانګړو عملیاتو د افغاني کیدلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی موافقه لیک د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په لاره کې مهم ګام وباله.

په دغه کتنه کې حامدکرزي د هېواد د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزل او سمبالتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

 

جمهوررئیس هیله څرګنده کړه چې د وروستي موافقه لیک په چوکاټ کې، په ځانګړې توګه د ځانګړو عملیاتو په افغاني کیدلو سره د افغانستان د خلکو مصونیت لا ډیر شي .