د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۲مه - د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي او د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوررئیس بارک اوباما لخوا نن شپه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې لاس لیک شو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د دواړوهېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو مهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک په مراسمو کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئیس بارک اوباما ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: " نن موږ یو مهم او تاریخي سند لاس لیک کوو، د دغه سند لاس لیک په حقیقت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکوکې نوی فصل پرانیزي، د دغه سند په لاس لیک سره د تیرو لسوکلونو فصل تړل کیږي او د دوستانه او مساوي اړیکو نوی فصل پرانیستل کیږي."
جمهوررئیس زیاته کړه:" د دغه سند په لاس لیک سره موږ د دوو خپلواکو او حاکمیت لرونکو هېوادونو په توګه، ټینګې او په متقابل احترام او په متقابلو ژمنو ولاړې دوستانه اړیکې پیلوو."
حامدکرزي د سیمې او د ګاونډیو هېوادونو لپاره د دغه سند ارزښت ته په پاملرنې سره وویل:" د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند لاس لیک نه یوازې داچې هیڅ یو درییم هېواد له هغې جملې څخه ګاونډیانو ته ګواښ نه متوجه کوي، بلکې هیله لرو چې په سیمه کې د ثبات، پرمختګ اوسوکالۍ سبب شي."
جمهوررئیس دې ته په اشارې سره چې د افغانستان خلکو په تیرو درې لسیزوکې ډیر رنځونه زغملي دي او داچې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره زموږ د خلکو بې شمېره قربانۍ لا تراوسه مطلوبې نتیجې ته نه دي رسیدلي، وویل:" هیله لرم دغه ستراتیژیک سند چې له یوې خوا له تروریزم سره د مبارزې او له نړۍ والې سولې او امنیت او په افغانستان کې له سولې او امنیت سره د مرستې لپاره زموږ د ګډې مبارزې او زموږ دګډې ارادې څرګنده نخښه ده، له بلې خوا د افغانستان د خلکو لپاره د مصونیت او نیکمرغۍ سبب شي."
بیا، د امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئیس بارک اوباما د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:" زه افغانستان ته راغلی یم ترڅو د دواړو ملتونو لپاره دغه مهمه تاریخي شیبه ولمانځو. زه دلته حضور لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په موجودو پیوندونو باندې د تائید مهم ولګوم او د افغانستان او د امریکا له ملت څخه چې په تیرو لسو کلونوکې یې ډیرې قربانۍ ورکړې، مننه وکړم او هیله لرم چې د دغه سند په لاس لیک سره د دواړو هېوادونو د ملتونو لپاره د یوې سوله ایزې او امن لرونکې راتلونکې په لور ګام واخلو."
بارک اوباما د دغه سند ارزښت ته د اشارې په ترڅ کې زیاته کړه:" نن موږ د تروریزم پرخلاف د مبارزې په اوږدمهالو همکارو هېوادونو باندې بدلیږو، افغان امنیتي ځواکونه روزو او د موکراتیک بنسټونه پیاوړي کوو، د انکشاف ملاتړ کوو او د ټولو افغانانو له بشري حقونو څخه دفاع کوو. د دغه موافقه لیک په لاس لیک سره، د افغانستان او نړۍ خلک باید په دې پوه شي چې افغانستان امریکا د یو دوست او همکار هېواد په توګه په خپل څنګ کې لري."
اوباما خپل افغان سیال حامدکرزی مخاطب کړ، وې ویل: ستاسو دکورنۍ د غړو د قربانیو په شمول له ټولو قربانیو څخه یادونه کوم. هغو ټولو یو شمېر افغانانو ته چې زموږ د نارینه وو او ښځو ترڅنګ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د خپل هېواد لپاره یې قربانۍ ورکړي دي، درناوی کوم. زموږ زړونه خفه دي ځکه یو زیات شمېر مو په یاد دي چې په دغه جګړه کې قرباني شوي دي.
بارک اوباما د ډاډ د څرګندولو په ترڅ کې په دې باندې ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودریږي. ده، وویل: په ګډه دې ته ژمن یو چې سوله د جګړې ځای ناستې کړو او یوې امید لرونکې راتلونکې ته کار وکړو. د دغه موافقه لیک له لاسلیک وروسته موږ ژمن یو چې د یوې عدالت لرونکې، سوله ایزې او امن لرونکې راتلونکې په هڅه کې و اوسو. له دې سره سره چې ننګونې په بشپړه توګه نه دي لرې شوې خو ډاډه یو چې ښه راتلونکې په مخ کې لرو.