د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ مشرانو له حامدکرزي سره په کتنه کې په دغه ولسوالۍ کې د بیا رغونې د بهیر په چټکټیا باندې ټینګار وکړ

د خپرېدو نېټه: May 02, 2012

Noristan

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۳مه - د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ یو شمېر مشرانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې  په دغه ولسوالۍ کې د بیا رغونې  د بهیر په چټکټیا باندې ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، مولوي محب الله او مولوي نصرالله د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د پوهنې، روغتیا او سړکونو په برخه کې یې خپلې سیمه ایزې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې او له هغه څخه یې وغوښتل چې حکومت دې د هغوی د سیمه ایزو ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

حامدکرزي د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ د خلکو د ستونزو له اوریدو وروسته د پوهنې وزیر او د نورستان والي ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر دې د منډول د خلکو سیمه ایزې ستونزې له نیږدې څخه وڅیړي او د حل په موخه دي په عملي اقداماتو لاس پورې کړي.