حامدکرزی: د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتندویان اوسیء، هیڅکله هم د خلکو خدمت له پامه مه غورځویء
د خپرېدو نېټه: May 02, 2012

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۳مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي دکورنیو چارو وزارت له مشرتابه هیات، لوړ پوړو چارواکو او جنرالانو سره په کتنه کې وویل د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاس لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکوکې نوی فصل پرانیست او د تیرو لسوکلونو فصل و تړل شو.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس وویل چې د دې نوي فصل په پرانیستلو سره افغانستان د ملي حاکمیت لرونکي او له امریکا سره د برابر او مساوي خپلواک هېواد په توګه د متقابل احترام پر بنسټ عمل کوي.
ده، دکورنیو چارو وزارت منسوبانو ته په ټینګار وویل چې د دغه سند له لاس لیک او د خاصو عملیاتو له افغاني کیدلو وروسته د افغانستان د خلکو دکورونو او شخصي حریم ساتنه د افغان امنیتي ځواکونو په غاړه ده. ده وویل که موږ له یوې خوا د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه کوو، خو له بلې خوا باید د خلکو د کورونو او شخصي حریم درناوی هم وکړو.
حامدکرزي وویل چې د هېواد امنیتي ځواکونه باید داسې چلند غوره کړي چې خلک دوی د خپلو دروازو ساتونکي وبولي او په ډاډه زړه ویده شي.
جمهوررئیس د کورنیو چارو وزارت منسوبانو ته وویل چې له دې وروسته د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه د خلکو هیلې او غوښتنې ډیریږي او موږ باید پر خلکو باندې د ظلمونو او نارواو مخه ونیسو چې د دې کار ترسره کول ستاسو دنده ده.
حامدکرزي وویل که له دې وروسته د افغانستان د خلکو پر کورونو ناروا عملونه کیږي او یا د عملیاتو په ترڅ کې څوک پکې وژل کیږي او یا د کوم کور خاوند د خپل کور د سپکاوي احساس کوي، مسوولیت او ملامتي یې زموږ ده، نه د امریکا. ځکه چې امریکا زموږ استقلال، ملي حاکمیت او قانون ته احترام وکړ او هغه یې راسره ومنل او امضا یې کړل.
حامدکرزي وویل که د امریکا په کوم استخباراتي رپوټ مو شک درلود کولای شی هغه رد کړی او پر بنسټ یې عملیات ترسره نه کړی.
جمهوررئیس د هېواد د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو لوړیدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې ستاسو روزنه او پالنه به د افغانستان ملت په ویاړ سره په خپله غاړه واخلي او درباندې خوشحالیږي چې مشران مو ارتقا وکړي او کشران مو ښه و روزل شي.
حامدکرزي د پولیسو پر ځواکونو بیا بیا ټینګار وکړ:" هرځای چې خدمت کویء د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتندویان اوسیء، هیڅکله هم د خلکو خدمت له پامه مه غورځویء."
بیا، دکورنیو چارو وزارت په استازیتوب لوی پاسوال ګل نبي احمدزي د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ څرګند کړ چې ملي پولیس نن ښه ځواک لري او د ملي انګیزې له مخې په خلاصو سترګو موجوده حالات څاري او پر وړاندې یې لازم عمل کوي.
ده،زیاته کړه: له سولې څخه چې تحقق به یې زمونږ د ټولو قربانیو ثمره وي او د تاسو جلالتمآب جمهوررئیس لارښوونه ده له دې مفکورې نه په کلکه ملاتړ کوو.
لوی پاسوال ګل نبي احمدزي وویل له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو انتقال چې د افغان مسلمانو بچیانو په توګه زمونږ اساسي دنده ده دا زمونږ هوډ دی چې خپل مسوولیتونه به اخلو او د هر ترهګر او پردي د یرغل پر وړاندې به دریږو او له هېواد او ولس څخه د ساتنې ملي او اسلامي رسالت به ترسره کوو.