حامدکرزي له یو شمېر پاکستاني پانګوالو سره وکتل

د خپرېدو نېټه: May 02, 2012

Paki In

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۳مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ، د پاکستان د اسلامي جمهوریت له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د پاکستان هېواد پر نورو پانګوالو سربیره د دغه هېواد د هجویري ګروپ مشر هم حاضرو چې ډله یې په افغانستان کې په ساختماني چارو بوخته ده.

دغه ډله په ننګرهارکې د ساینس د پوهنځي، د ګردۍ ناروغۍ د درملنې د یو مرکز او په کابل کې د علامه اقبال د هنرونو د پوهنځي د ودانیو د جوړولو په ساختماني چارو بوخته ده.

په دې کتنه کې  دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا باندې خبرې وکړې اوپه دې باندې یې خوښي وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې دوه اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو ته لوړه شوې ده. دوی په دې باندې ټینګار وکړ چې د سوداګریزې راکړې ورکړې دغه رقم باید پایه داره شي .

حامدکرزي په سیمه کې د ترهګرۍ شتون ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دواړه هېوادونه باید د ترهګرۍ پرخلاف د ګډې صادقانه مبارزې له لارې دغه ناوړه پدیده له منځه یوسي او په سیمه باندې د ترهګرۍ  لګیدلی تورداغ پاک کړي.

د هېواد جمهوررئیس وویل د افغانستان او پاکستان ترمنځ په بیلابیلو برخوکې دې اړیکې لا پراخې شي او  د دواړو هېوادونو مدني ټولنې، رسنۍ او سوداګر باید لاسونه سره یوکړی او په دواړو هېوادونوکې د ترهګرۍ له اړخه د  ګډو موجودوګواښونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.