بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره خبر سوم چې نن له غرمې وروسته د جمهوري ریاست ددفتر د پالیسیو د ریاست مشر صبغت الله سنجر له خپلې لور او ډرېور په یوه ټرافیکي پېښه کې په حق ورسېد.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد صبغت الله سنجر په حربي ښوونځي، پولیسو اکاډمۍ او د کابل پوهنتون د سیاسي علومو په پوهنځي کې زده کړې وکړې.
صبغت الله سنجر د انتقالي دورې په اضطراري لویه جرګه کې یې د افغانستان د خلکو غوره نماینده ګي وکړه. ارواښاد سنجر یو تکړه سیاسي فعال هم ؤ او وروستۍ دنده یې د جمهوري ریاست په دفتر کې د پالیسو د ریاست مشري وه. دده مړینه یوه ضایعه ده.
زه خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته یې جمیل صبر په نصیب سي.
آمین یا رب العالمین
حامد کرزی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس