جمهور رئیس حامد کرزي د بلجیم د صدراعظم له مرستیال سره وکتل

د خپرېدو نېټه: May 05, 2012

Builgem

د ۱۳۹۱ کال د غویي ۱۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بلجیم د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي دیدیر رینډرز او ملګري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې تر سره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او سیمې په اړه پر بېلا بېلو مسألو خبرې وکړې او د بلجیم د صدراعظم مرستیال، افغانستان ته د خپل سفر او په کندوز، کندهار او کابل ولایتونو کې یې له خپلو سرتېرو سره د لیدنې په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

د هېواد جمهور رئیس په تېرو یوولسو کلونو کې له افغانستان سره  د بلجیم د مرستو له امله مننه وکړه او هیله یې وکړه چې په راتلونکي کې به هم نوموړې مرستې دوام ومومي.

همداراز د هېواد جمهور رئیس په دې کتنه کې د افغانستان د طبي زده کړو د محصلینو لپاره په بلجیم کې د زده کړو د شرایطو او امکاناتو په اړه د بلجیم له پلاوي سره خبرې وکړې.

دغه راز ښاغلي رینډرز ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره په اقتصادي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده چې بلجیم له افغانستان سره د روغتیایي چارو، تعلیم او تربیې، د مهاجرینو د بېرته راګرځېدو، کرنې، ماین پاکۍ او د ښځو د چارو په برخو کې ۳۰میلیون یورو مرسته کړې ده او اوس مهال په افغانستان کې د ۶۱۰  تنو په شاوخوا کې سرتېري لري.