حامدکرزی: د افغانستان دکورنیو تولیداتو باید ملاتړ وشي او و هڅول شي
د خپرېدو نېټه: May 06, 2012

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۷مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د صنعتکارانو د سراسري اتحادیې له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه او د سوداګرۍ او صنایعو، مالیې او د انرژۍ او اوبو وزیرانو پکې برخه لرله د افغانستان د صنعتکارانو د سراسري اتحادیې رئیس شیرباز کمین زاده، د اتحادیې غړي محسن امیري، د هرات د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس حمیدالله خادم او د دغې اتحادیې مرستیال عبدالجبار صافي او یو شمېر صنعتکارانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
په پیل کې کمین زاده د افغانستان د صنعتکارانو د اتحادیې د فعالیتونو په باب معلومات ورکړل او وې ویل چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د دغې اتحادیې په چوکاټ کې دوه زره فابریکې له دوه سوه شپیتو زرو کارګرانو سره په کار بوختې دي.
ده، زیاته کړه چې د دغې اتحادیې په چوکاټ کې د مرمر او رخام ډبرو، د غالۍ د تولیداتو، پلاستیکي پایپونو د تولید، د چاپ د صنعت، د میوو د جوس د تولید، پلاستیکي کوښو، د پي وی سي د کړکیو او دروازو د جوړولو، د کارتن جوړولو، لبنیاتو، سړک جوړولو، خوراکي توکو، د شیریني او بیسکیتو د تولید، د غیر الکولي مشروباتو،، مالګې، ګچ، فرنیچر او د نورو تولیداتو فابریکې فعالیت کوي او په زیاترو مواردوکې یې د هېواد اړتیاوې پوره کړي دي.
وروسته محسن امیري خبرې وکړې، وې ویل چې په نیږدې راتلونکې د اوسنیو ستونزو او خنډنو د څیړنې او د هغو د حل د لارو چارو د لټولو په مقصد د ملي صنایعو کنفرانس په کابل کې جوړیږي او څلور سوه کمپنۍ به په هغه کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
د هرات د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس حمیدالله خادم د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د ځمکې او د برښنا انرژۍ دکمښت له پلوه د هېواد د صنعتکارانو ستونزې بیان کړې.
ده، دغه راز صنعتکارانو ته د ملاتړیزو تعرفو او د صنعتي پارکونو د یوې انکشافي ادارې د جوړولو غوښتنه هم وکړله.
د افغانستان د صنعتکارانو د اتحادیې مرستیال عبدالجبار صافي د هېواد له صنعتکارانو سره د دولت د ملاتړ غوښتنه وکړه او په دې باندې یې ټینګار وکړ تر هغه وخته پورې چې د افغانستان کورني تولیدات انکشاف ونه کړي د افغانستان اړتیاوې او ستونزې به له بهرنیو هېوادونو څخه په وارداتو سره لرې نه شي.
دغه راز دوی وړاندیز وکړ چې د صنعتکارانو استازي دې د وزیرانو شورا په اقتصادي کمیټه کې او د آیسا د ادارې د پانګې اچونې په کمیټه کې ومنل شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د صنعتکارانو د سراسري اتحادیې د غړو د غوښتنو او وړاندیزونو له آوریدو وروسته وویل چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو باید ملاتړ وشي او وهڅول شي.
جمهوررئیس د صنعتکارانو له سراسري اتحادیې څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په رسمي ډول د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ته وسپاري چې د شیکاګو له کنفرانس وروسته د کابینې په غونډه کې ورباندې خبرې وشي او د صنعتکارانو د استازو په ګډون د حل لارې چارې ورته ولټول شي.
په پای کې یو ټوک قرآن عظیم الشان او د غالیو تابلو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نښان ښکلي کړای شوي و، د صنعتکارانو د سراسري اتحادیې له خوا د سوغات په توګه د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې شول.