د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د خپرېدو نېټه: May 06, 2012

SM

د ۱۳۹۱ کال د غویي ۱۷مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت د شورا غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ په غزني او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښوونځیو د امنیتي ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

د پوهنې وزیر وویل چې په ولایتونو کې د خلکو شوراګانې د معارف د دښمنانو په مخنیوي کې مهم رول لري او د وزارت منسوبین به د نورو ارګانونو سره په همغږۍ کې جدي اقدامات تر سره کړي تر څو په ځینو سیمو کې د ښوونځیو د بندولو مخنیوی وکړي.

وروسته د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال بسم الله محمدي د کاپیسا د امنیتي حالت او په ځینو ولایتونو کې د پولیسو په  تشکیلاتو کې د بدلونونو په اړه وضاحت ورکړ.

دغه راز د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ په افغانستان کې د نظامي عملیاتو په هکله معلومات ورکړل ویې ویل چې له نړیوالو ځواکونو سره تر موافقې وروسته اوس مهال ټول نظامي عملیات د افغانستان د امنیتي ځواکونو په مشرۍ تر سره کیږي.

همدا راز د ملي دفاع وزیر د بګرام زندان د مسؤولیتونو د انتقال تر څنګ د زندانیانو د دوسیو په اړه هم خبرې وکړې ویې ویل چې په دغه زندان کې د بندیانو دوسیې تر څېړنې لاندې نیول شوي دي تر څو د هغوی په اړه لازمې پرېکړې تر سره شي.

 

همدارنګه د انتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزي د انتقال د دریمې مرحلې په اړه مجلس ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د شیکاګو کنفرانس لپاره د تیاریو په باب هم هم خبرې اترې وشوې.