حامد کرزي د سرپُل چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د سېلابونو له امله له زیانمنو شویو سره عاجلې مرستې ترسره کړي

د خپرېدو نېټه: May 07, 2012

د ۱۳۹۱ کال د غویي ۱۸مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په سرپل ولایت کې د وروستیو سېلابونو د راوتو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر خواشینی شوی دی او چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې له زیانمنو شویو کسانو سره بېړنۍ مرستې تر سره کړي.

نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې په غونډه کې په سرپُل ولایت کې د سېلابونو د راوتلو او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال بسم الله محمدي معلومات وړاندې کړل.

د هېواد جمهور رئیس د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدکریم خلیلی ته چې د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې د کمېټې مشري په غاړه لري او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته  دنده وسپارله تر څو د مړو شویو کسانو په تکفین او خښولو کې لازم اقدامات تر سره کړي او زیانمنو شویو کسانو ته دې عاجلې مرستې ورسوي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې او د سرپُل ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د سرپُل ولایت د سنګ چارک ولسوالۍ د دهمرده کلي په یوه کور کې چې د واده مراسم پکې تر سره کېدل، د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۲ تنه شهیدان شوي دي.

 همداراز په کوهستاناتو ولسوالۍ او مرکز کې دری نور کسان هم د سېلابونو له امله شهیدان، دوه ټپیان او دری نور لادرکه  شوي دي او په سوزمه قلعه، کوهستاناتو او سنګ چارک ولسوالیو کې د ۵۰۰ په شاوخوا کې کورونه زیانمن شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په سرپُل ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د هېوادوالو پر مرګ ژوبله په ژوره توګه خواشینی شوی دی، د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب ددغو پېښو د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي او د لوی خدای ج له دربار څخه هغوی ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي.