ددغو بمباریو له امله چې د ائتلاف د ځواکونو له خوا له شنبې راهیسې په لوګر، کاپیسا، هلمند او بادغیس ولایتونو کې تر سره شوي دي، د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ لسګونو بې ګناه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په شهادت رسیدلي دي.
حامد کرزي د ناټو لوی قوماندان او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ته وویل چې افغانستان ملکي تلفات او پر کلیو بمبارۍ نه پخوا منلي وو او نه ورته اوس د منلو وړ دي.
ده زیاته کړه چې د ملکي تلفاتو مسأله هر ځل د افغانستان او امریکا د اړیکو د تشنج باعث شوې ده. جمهور رئیس د ناټو لخوا خپل سري عملیات او پر ملکي خلکو بمبارۍ نه یوازې د افغانستان د حاکمیت، بلکې د انسانانو د ژوندانه مسأله هم وبلله چې په هېڅ صورت ترېنه سترګې نشي پټېدلای.
حامد کرزي زیاته کړه چې افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند په دې دلیل لاسلیک کړ چې د ورته پېښو مخه ونیول شي او د افغانانو ژوند مصؤون شي، ده وویل چې که د افغانانو ژوند خوندي نه وي نو ستراتیژیکه همکارۍ خپله معنی او مفهوم له لاسه ورکوي.
په مقابل کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن وویل چې شخصاً دی ددغو پېښو مسؤولیت په غاړه اخلي او له جدي پلټنو وروسته به ډېر ژر خپل راپور د افغانستان جمهور رئیس ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان جمهور رئیس د هلمند، بادغیس، لوګر او کاپیسا له والیانو او د پېښو د سیمو له چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کړي او په دې اړه یې ورڅخه دقیق او پوره معلومات غوښتي دي.