د۱۳۹۱ لمریز کال د غوایي۱۹مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د یوه لیک په ترڅ کې د فرانسې د نوي جمهوررئیس په توګه د فرانسوا اولاند د ټاکل کیدو له امله د خپل ځان او د افغانستان د خلکو لخوا هغه او د فرانسې ولس ته مبارکي وویله.
د فرانسې د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره د دوهم پړاو د ټاکنو پایلو دا ښکاره کړه چې د فرانسې د سوسیالست ګوند نوماند فرانسوا اولاند په سلوکې د دوه پنځوس فیصده رایو په ترلاسه کولو سره د فرانسې د نوي جمهوررئیس په توګه وټاکل شو.
د هېواد جمهوررئیس په دغه لیک کې وویل چې په دغو ټاکنوکې ستاسو بریالیتوب، له هغو برنامو څخه د فرانسې د ستر ولس د پوره ملاتړ ښکارندویي کوي، چې تاسې یې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره لریء.
حامدکرزي څرګنده کړه چې افغانستان او فرانسې څو میاشتې دمخه دهمکاریو یومه مهمه معاهده لاس لیک کړه. موږ د دې په ترڅ کې چې د دغې معاهدې مفاداتو ته په بشپړه توګه ژمن یو، غواړو چې زموږ ترمنځ تاریخي دوستانه اړیکې لا نورې هم پراخې او ژورې شي. یقین لرم چې په ګډو هڅو به دغه هدف ته ورسیږو.
د هېواد جمهوررئیس د فرانسې نوي جمهوررئیس ته د روغتیا او بریالیتوب د هیلې په ترڅ کې د فرانسې ولس ته د نیکمرغۍ او سوکالۍ هیله وکړه.