د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۹مه - د لوګر ولایت د بیلابیلو ولسوالیو یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او په ملي شورا کې د دغه ولایت استازو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په لوګر کې د بیا رغونې د بهیر په چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، مقصودي حیدري او انجنیر صاحب خان د نورو په استازیتوب د پوهنې، روغتیا او برښنا په برخوکې خپلې سیمه ایزې ستونزې جمهوررئیس ته بیان کړې او د لوګر په ولایت کې د بیا رغونې د بهیر چټکتیا ته یې د حکومت پاملرنه را واړوله.
دوی همدا راز د لوګر په ولایت کې د محلي پولیسو د تشکیل د جوړیدو او د عینکو د مسو پرکان باندې په عملي توګه د کار د پیل کیدو غوښتنه وکړه.
د لوګر ولایت مشرانو په دغه ولایت کې د کوچیانو د میشت کیدو پروګرام ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې کوچیان د افغاني ټولنې یوه مهمه کتله ده او په ټول افغانستان پورې اړه لري، داچې د لوګر خلګ په خپله د سرپناه له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي که د نوروسیموکوچیانو ته هم په دغه ولایت کې ځمکې ورکړل شي نو ستونزې به یې لا زیاتې شي.
دوی وړاندیز وکړ د دې لپاره چې د کوچیانو د میشت کیدو پروګرام په ښه ډول عملي شي، د هېواد په بیلابیلو ولایتونوکې دې هغوی ته د ځمکې ویش په پام کې ونیول شي.
حامدکرزي د لوګر ولایت د خلکو د سیمه ایزو ستونزو له آوریدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د کابینې په راتلونکې غونډه کې په ملي شوراکې د دغه ولایت د استازو او د لوګر د والي په شتون کې وڅیړل شي او د حل په موخه به یې لازم اجراات ترسره شي.