د وروستیو بمباریو د شهیدانو کورنۍ: د افغانستان د خلکو پر کورونو باندې دې د نړیوالو ځواکونو لخوا بمبارۍ او د ملکي وګړو وژل دې و درول شي

د خپرېدو نېټه: May 08, 2012

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۱۹مه- د نړیوالو ځواکونو د وروستیو بمباریو د شهیدانو کورنیو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو پر کورنو باندې دې  بمبارۍ ودرول شي او د ملکي خلکو وژنه دې ډیر ژر بنده شي.

د هېواد جمهوررئیس د بادغیس، هلمند، کاپیسا او لوګر په ولایتونوکې د نړیوالو ځواکونو د وروستیو بمباریو د شهیدانو له کورنیو سره نن د ټیلیفوني اړیکو په ترڅ کې خبرې وکړې او هغوی ته یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

د رپوټونو له مخې، په تیرو څو ورځوکې د ایتلافي ځواکونو د بمباریو له امله د بادغیس، هلمند، کاپیسا او لوګر په ولایتونوکې د ماشومانو او ښځو په شمول زموږ په لسګونو تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان شوي دي.

په دغو ټیلیفوني اړیکوکې د شهیدانو کورنیو د هېواد له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو پر کورونو باندې دې چې ډیر رنځونه یې زغملي دی، ډیر ژر د نړیوالو ځواکونو بمبارۍ و درول شي او د افغانستان د ملکي وګړو وژلو ته دې د پای ټکی کیښودل شي.