د ملي امنیت شورا غونډې د مسؤولیتونو د انتقال په درېیم پړاو خبرې وکړې

SM

د ۱۳۹۱ کال د غویي ۲۰مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ نن مازدیګر په ارګ کې د ملي امنیت د شورا غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال په درېیم پړاو، د انتقال پر سیمو او نورو اړونده مسائلو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ملي امنیت د شورا په راتلونکې غونډه کې به د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د درېیم پړاو په هکله وروستۍ پرېکړه  او د انتقال سیمې اعلان شي.

د یادولو وړ ده چې په دغې غونډه کې د انتقال د کمیسیون پر مشر او د امنیتي نهادونو پر مسؤولینو سربېره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان، د ناټو ملکي سفیر او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هم ګډون کړی و.