د ۱۳۹۱ د غویي ۲۶مه- د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جرمني او امریکا متحده ایالاتو ته په سفر روان شو.
په دغه سفر کې به د هېواد جمهور رئیس د روان کال د غویي په ۲۷مه د آلمان له صدراعظمې انګلا مرکل سره د افغانستان او آلمان تر منځ داوږد مهالو همکاریو موافقتنامه لاسلیک کړي.
همدا راز د هېواد جمهور رئیس به په آلمان کې د خپل سفر په ترڅ کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو او د آلمان د پراختیایي همکاریو له وزیرانو سره وګوري او له دوی سره به د افغانستان او آلمان تر منځ د همکاریو په لاټینګتیا او پراختیا خبرې اترې وکړي.
جمهور رئیس حامد کرزی به له آلمان څخه امریکا ته روان شي او د ناټو په سرمشریزه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو په شیکاګو کې جوړېږي، ګډون وکړي او په دې مهمه غونډه کې به خپله وینا واوروي.
ددې سرمشریزې یوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې ده چې مشري یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیسان کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادی او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضی ملتیا کوي.