جمهوررئیس غني د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ نن مازدیګر د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په لومړنۍ ناسته کې د ګډون په موخه په دوه ورځني رسمي سفر د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ولاړ.  

د هېواد جمهوررئیس به په دغه سفر کې په یاده ناسته کې پر ګډون او وینا سربېره، د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو او مقاماتو سره کتې ولري.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس سره په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي، د معلوماتي ټکنالوژۍ په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار رفیع الدین ملکزی ، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې عمومي رئیس همایون محتاط او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0