جمهوررئیس غني په بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله خواشینی شو

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د بغلان- کیله ګي  ګولایي کې د  ۴۰۴ موټر د چپه کېدو په پېښه چې له امله یې یوشمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، سخت خواشینی شو.

جمهوررئیس د دې په ترڅ کې چې له ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو څخه یې وغوښتل، چې د سفر پرمهال د هېوادوالو د خوندیتوب لپاره ترافیکي اصول او لارښونې په جدي توګه مراعت کړي، د بغلان محلي مسئولینو ته یې د ټپیانو د درملنې او د دې پېښې د قربانیانو کورنیو سره د مرستو لپاره لازمې لارښونې وکړې.

د هېواد جمهوررئیس د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د پاک خدای په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0