په لښکرګاه ښار کې د کابل بانک نمایندګۍ مخې ته د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا د تروریستي برید په ترسره کولو سره د هلمند ولایت مرکز د لښکرګاه ښار کې د کابل‎ بانک نمایندګۍ مخې ته یو شمېر روژتي وطنوال چې نېکمرغه کوچني اختر ته یې تیاری نیوه، شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستي ډلې آن د روژې په مبارکه میاشت کې چې د عبادت او بښنې میاشت ده د خلکو له وژلو لاس نه اخلي، په خوست، کابل، هرات او دا ځل یې د هلمند په ولایت کې د خونړیو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره یوځل بیا ثابته کړه چې دوی هېڅ دین او آیین ته پابند نه دي او د انسانیت دښمنان دي.

جمهوررئیس غني دغه وحشیانه برید په کلکو ټکو وغانده وې ویل، تروریستانو یو ځل بیا د نېکمرغه کوچني اختر په درشل کې  زموږ هېوادوال د ویر په ټغر کېنول.

د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس‌ د هلمند ولایت مسولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې په خاطر له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

د هېواد جمهوررئیس‌ د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګند کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت او د دغې تروریستي پېښې ټپيانو ته يې د روغتیا دعا وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0