جمهور رئیس غني: دکندهارتروریستي پېښه دې په پوره دقت وارزول شي

۱۳۹۵ل د مرغومي۲۲

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو په کندهار کې زموږ یو شمېر هېوادوال، د کندهار والي او دمتحده عربي اماراتو سفیر د تروریستي پېښې هدف وګرځول.

د متحده عربي اماراتو سفیرکندهار ولایت ته  د بشري مرستو په موخه د النهیان خیریه کور بنسټ دجوړولو لپاره تللی وو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغه وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل، د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه وړ تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره زموږ د خلکو باور او پیاوړې ارادې نشي کمزورې کولی.

د هېواد جمهور رئیس وویل، دا اعمال په هیڅ وجه د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې او همکارۍ نشي زیانمنولی.

جمهور رئیس غني اړونده مسوولینو ته دستور ورکړ چې د کندهار د والي په مېلمستون کې  شوې تروریستي پېښه دقیقه وڅېړي.

محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې هغوی ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0