جمهور رئیس غني عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر روان شو

۱۳۹۵ د سلواغې ۲۳

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته د رسمي سفر په موخه، نن مازدیګر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شو.

جمهور رئیس غني  به د دې سفر په جریان کې د عربي متحده اماراتو دولت لوړ پوړو مقاماتو سره کتنې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او امنیتي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي. همدارنګه به جمهور رئیس د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د عربي متحده اماراتو د ډيپلوماتانو د شهادت په خاطر د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب هم څرګند کړي.

د هېواد جمهور رئیس سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهوري ریاست سلاکار اجمل غني هم ملتیا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0