د جمهوررئیس محمداشرف غني د تسلیت او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې ډاکټرې پروین نورستانۍ په یوې ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

انا لله واناالیه راجعون

مېرمن نورستانۍ د ولسي جرګې د غړې په حیث خپل وطن او ملت ته خدمت وکړ. دا د افغانستان د ملي شوار یوه فعاله غړې، د ولسواکۍ صادقه ملاتړې او د نظام واقعي خدمتګاره وه. د دې مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده.

د ارواښادې ډاکټرې پروین نورستانۍ د ناڅاپي مړینې په مناسبت د هغې کورنۍ، دوستانو، په ملي شورا کې د هغې همکارانو او د نورستان خلکو ته تسلیت وایم.

الله تعالی دې یې وبخښې او جنتونه دې یې نصیب شي.

آمین یارب العالمین

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، محمد اشرف غني

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0