د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د خلکو د استوګنې کورونو سوځول په اړه مطبوعاتی اعلامیه

۱۳۹۵کال د مرغومي ۲۵

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا نه بښونکي عمل او جنایت وکړ او پرون یې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یو شمېر وطنوالو د استوګنې کورونه وسوځول.

جمهوررئیس غني د داعش ډلې د دغه جنایتکارانه عمل د سختې غندنې تر څنګ وویل، عامه ملکیتونو ته زیان رسول او سوځول او د خلکو منځ کې د ویرې او ډار رامنځته کول نه بښونکی عمل دی چې په هیڅ دین او آئین کې نشي توجیه کېدی.

جمهوررئیس زیاته کړه: تروریستي ډلو تل د پردیو په لسمون بې شرمانه اعمال لکه د خلکو وژلو او عامه ځایونو ته زیان رسولو باندې لاس پورې کړی دی.

جمهوررئیس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکړ چې د تروریستانو دغه ډول بریدونو ته تر پخوا په ډېر شدت او قوت ځواب ووايي او د هغوی د نابودولو په موخه جدي ګامونه پورته کړي.