د یوناما دفتر د وروستي راپور په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ۱۳۹۵کال د سلواغې ۱۸

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت “په وسله‌والو جګړو کې د ملکي وګړو ساتنه” په نوم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر خپور شوی کلنی راپور، لوستی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو عملیاتو د ترسره کولو پر مهال د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب خپل اساسي او لومړنۍ موخې ګڼي او که چېرته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو په نتیجه کې ملکی وګړو ته ضرر ورسېږي، پېښه څیړي او په اړه یې لازم قضايي او اداري ګامونه پورته کوي.

جمهوررئیس د هېوادوالو د سر او مال ساتنې اهمیت ته په پام، تل په دې ټینګار کړی دی چي “د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په ټولو عملیاتو کې د ملکي وګړو د ځان ساتنې لپاره له زیات دقت څخه کار واخلي، که چېرته له افردو څخه بي غوري کېږي، پوښتنې او ګرویږنې به ور څخه وشي.”

جمهوررئیس یو ځل بیا څرګندوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالبانو او نورو تروریستي ډلو برعکس ځان د خپلو هېوادوالو د سر او مال په ساتنې مکلف ګڼي او حساب ورکولو ته ژمن دی.

د افغانستان دولت د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو د ساتنې په خاطر ځان د اسلامي احکامو او بین‌المللي قواعدو رعایت او تطبیق ته بشپړ ژمن بولي او د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره به بشپړې هڅې وکړي. حکومت په دغه راپور کې د یوناما له‌ لوري د وړاندې شویو پشنهادونو هرکلی کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0